IQNA

بنګله دیش د ګډې اسلامی کرنسۍ د جوړولو  وړاندیز وکړ

8:17 - March 07, 2024
د خبر لمبر: 3488839
ایکنا- د بنګله دیش لومړۍ وزیرې  وړاندیز کړی چې د  D-۸  ډلې  غړي اسلامی هیوادونه دې د یورو په شان  مشترکه  اسعاري کرنسي رابرسیره کړي.

ایکنا د  ایژانیوز  له قوله راپور راکړ، د بنګله دیش لومړۍ وزیرې میرمن شیخ حسینه د مسلمانو هیوادونو لپاره د  یورو پهڅير د یوه مشترکې اسعاري کرنسۍ د  رامینځةکولو وړاندیز وکړ.

دغه وړاندیز د ډي اته ډلې په غړوهیوادونو کې چې له بنګله دیش، مصر،انډونیشیا،ایران،ملایشیا، نیجریه، پاکستان او ترکیې  اتومسلمان اکثریّتي  هیواونو څخه جوړه ده ،د تجارت  د پیاوړتیا  لپاره مطرح شوی دی.

هغې  د ترکیې د  تجارتي چارو د وزیر مصطفی تیزجو په سرپرستۍ کې د ډي اته ډلې  د تجارتی چارو د وزیرانو  له پلاوي سره په کتنې کې  ووئيل،  ډيره ښه ده چې  وتوانیږو، د اروپائي اتحادئې  د پیسو   د مشترکې کرنسۍ  په څير یو مشترک اسعاري  کرنسي  معرفي کړو څو  د مونږ ترمینځ  تجارت او سوداګریزې چارې  آسانې شي.

میرمن شیخ حسینه ووئيل،  چې   د نړۍ له  اتو مسلمانو هیوادونو جوړه ډي اته ډله  د دغوهیوادونو د خلکو د اقتصادي او اجتماعی  موقعیّت د پراختیا لپاره د دوستۍ د زیاتولو او د دوي ترمینځ د تجارت او سوداګرۍ  دپراختیا په موخې سره  جوړه شوې ده. هغه زیاته کړې ده ،زما موخه ، دعادی خلکو  د اقتصادي او اجتماعي  پراختیا او د وضعیّت  ښه کول دي.دا یوازې هاله ممکنه ده چې  وتوانیږو پخپلو کې سریه  تجارت او سوداګری پیاوړي کړو، د دي اته ډلې  غړي هیوادونه  دغې موخې ته د رسیدا لپاره ،پراخ ظرفیّتونه لري ،که  پخپلو کې سره تجارت ښه کړئ شو، نو نور  مجبوره نه یوو  له نورو سره اړونده  او وابسته شو.

د بنګله دیش لومړۍ وزیرې دغه راز ووئيل،باید  د یوې کورنۍ په شان د خپل برخلیک د پراختیا لباره له یوه بل سره د تجارت، سوداګرۍ او تخنیکی چارو په زمینو کې ملګرتیا وکړو.دغه پلاوي په تیرو ۲۷ کلونو  کې د ډي اته ډلې د رامینځةکولو یوې نوښتګرې په توګه د میرمن شیخ حسینه  مننه اوستاینه وکړه او اعلان ئې وکړ، په دغې ناستې کې فیصله وشوه  د ډي اته ډلې د غړو هیوادونو ترمینځ دتجارت اندازه  تر ۲۰۳۰ کال پورې  په کال کې له ۱۴۶میلیارډ ډالرو څخه  ۵۰۰میلیارډډالروته زیاته کړي.

دوي همداراز  دروهینګیائي  کډوالو  دکوربتوب لپاره د بنګله دیش  قدرونهوړهاو وې  وئیل، ډی اته ډله او مسلمان هیوادونه   به  د دوي   ددوي لپاره دمرستو وړاندې کولولپاره خپلې ملګرتیا ته دوام ورکړي.

ددغه پلاوی  غړو ،همداراز د فلسطین له ټاټوبي څخه په ملاتړ کې د میرمن شیخ حسینه ددریځ  ستاینه  هم وکړه.

https://iqna.ir/fa/news/4203887

captcha